IQNA

قرآني سورې/82

په انفطار سورې کې  د خداوندمتعال په وړاندې دمغرورو انسانانو عاقبت 

6:25 - June 07, 2023
د خبر لمبر: 3487438
ایکنا-(تهران)  انسان  ډير زیات امکانات لري هغه که په طبعیي توګه په اختیار کې لري او که  هغه امکانات چې ئې ترلاسه کوي ئې . دا ټول امکانات دخداي تعالی له خوا دي ،البته کله انسان په داسې شرائطو سره مخ کیږي ، چې کله هر څه برابر ووینی، نو بیا د خداوندمتعال ستاینه او شکر کول هیروي.

د قرآن کریم دوه اتیایمه سوره ؛انفطار ؛نومیږي. دغه سوره په نولسوآیتونو  سره دقرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . انفطار چې یوه مکي سوره ده ،دنزول په ترتبیب کې  دوه اتیایمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم نازله شوې ده.

؛انفطار؛ د څيرل شوي او څیرلو په معنا ده. په دغې سورې کې د د آسمان دڅيرل کیدا او درز رامینځةکیدا مقصد  د قیامت دترسره کیدا په درشل کې دی.دغه سوره انفطار نومول شوې ده ځکه چې ددغې سورئې په لومړني آیت کې   دانفطار خبره راغلې ده. انفطار سوره دقیامت د پيښيدا  په باب   او دهغه دشرائطواونښونښانوپه باب خبرې کوي او  د ابرار (نیکوکسانو) او فُجارو(بدکاروکسانو) دبرخلیک اوځائيګي خبر ورکوي.

انفطار سوره دقیامت  او د هغود شرائطو اونښو او د هغو پيښو په باب خبرې  کوي چې  د نړۍ په پآي کې   رامینځةکیږي، همداراز  انسان  دخداي تعالی هغونعمتونوته چې  دهغه درست وجود کې راګیر کړی دی،متوجه کوي او  د بدواوښو انسانانو په دووډلود انسانانو  په ویشلو سره ،د هر یوه دبرخلیک اوځائيګی په باب خبرې کوي او دا  چې  مخصوصې فرښتې ،دهر انسان  عملونه ثبت او ریکارډ کوي.

ددغې سورې په پيل کې ددنیا دختمیدا او د قیامت د ورځې د رامینځةکیدا د مقدماتو څلور نښې ښودل شوي دي. په دوام کې  مغرور اوغافل انسان ته اشاره کوي ، مغرور او غافل انسان سره خبره په دې ده چې تر کومه اندازه له ځانه  راضي  او پخپل ځان بوخت  او له بل هرځایه بې خبره دی.

  په دغې سورې کې د قیامت په ورځ د انسانانو حالات په دوو ډلو ویشل کیږي، لومړني ډله  ابرار(یعني نیک کسان ) دي  چې  له الهي نعمتونو برخمن کیږي،  او دوهمه ډله فُجار(بدکار) کسان دي چې د اور په لمبو کې  سوځول کیږی.

 ددغې سورې د پام وړ آیتونو څخه  شپږم آیت ته اشاره کولی شو چې فرمائي ،  «يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّ‌كَ بِرَ‌بِّكَ الْكَرِ‌يمِ:؛ ائ انسانه ، څه شي ته  د خپل  لوي پروردګار په باب  مغرور کړې ؟ 

ددغه آیت هدف د غفلت له خوبه د  انسان ویښول او د غرور په ماتولو کې  دی .دا د هغه انسان لپاره رټل دي چې د الهي نعمتونو په وړاندې  ناشکري کوي .د روایتونو په اساس،د اسلام د ګران پیغمبر(ص) له دې وروسته چې  دغه آیت  ئې ولوست، وې فرمائيل؛ د انسان حهل د هغه د غرور سبب دی .::

captcha